ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د سورئې دولسمشر بشار اسد الوتکه پرون ناوخته د عربستان په جده ښار کې ملک عبدالعزیز هوائي ډګر ته ورسیده .
د سورئې ولسمشر د عربستان د پاچا سلمان بن عبدالعزیز په رسمي بلنې سره د عربی اتحادئې په سرمشریزې کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته سفر کړی دی.
په دغې ناستې کې د بشار اسد ګډون ، له کابو دولسو کلنوشخړو ، دسورئې دمنزوي کیدا او بایکاټولو وروسته د لومړي ځل لپاره ترسره کیږي.
دعربی اتحادئې دخارجه وزیرانو ناسته هم له دې مخکې په جدې کې شوي چې د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد په کې ګډون کړی دی چې دغه بدلون د اسلامی او عربی نړۍ د اتحاد او یووالي لپاره یو ښه ځيری او دغه راز د استعمار د پلیتو دسیسو اوشیطنت ناکامي او د مقاومتي چورلیز یوه ستر بریا حسابیږي.